د انعکاس راډیو ټلوېزیون د ښځینه همکارانو د شهادت په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومه وسله والو له خوا د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې همکارانې په دوه برېدونو کې په شهادت رسول شوي، چې سخت یې ودردولم.
تروریستان او د افغانستان دښمنان نشي کولی، چې د ژورنالیستانو او بې ګناه افغانانو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
افغانانو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته سوله لومړیتوب دی، دغسې وحشیانه بریدونه به موږ له خپلې اصلي موخې چې هغه په هېواد کې یوه تلپاتې او عادلانه سوله ده را وه نه ګرځوي.
دغه وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم، له مسؤلینو غوښتنه کوم، چې د دې ناځوانمردانه برید عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا ورسوي.
په اخر کې یوځل بیا د انعکاس راډیو ټلوېزیون مشرتابه، کارکونکو، ژورنالیستانو او د نن ورځې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم او له دوي سره پدې درانه غم کې ځان شریک ګڼم.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رییس