د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

org_admin

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌

دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لری.

دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شي،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړي. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌

ټول اړخونه ډاډ ورکوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌ په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستايي. همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌

دوحه ۲۷ سرطان ۱۴۰۰

۷ ذوالحجة ۱۴۴۲

۱۸ جولای ۲۰۲۱

اعلامیه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۷:۳۵
Background image

په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه

سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۳:۱۳
Background image

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د . . .

Back to announcements