د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

org_admin

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري جنګ دی، چې له امله یې زرګونه خلک بې کوره او سلګونه مړه او ټپیان شوي دي.

دغه تحمیلي او ظالمانه جنګ افغانان خفه کړي او په ماتم یې کېنولي، ډېر د خواشینۍ ځای دی، چې اوس هم وسله وال مخالفین خپلې سیاسي موخې د جنګ او نظامي لار څخه تعقیبوي.

هرکله مو ټینګار کړی، چې جنګ او نښتې د افغانستان د مشکل د حل لار نده او هېڅ ډله به د خپلې خوښې پایلې ته ونه رسیږي.

د افغانستان د ۴۳ کلن بحران د حل یواځینۍ لار معنا داره خبرو له لارې یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي.

په نظامي او وسله والې لارې ټینګار دا ښکاره کوي، چې د څلورو لسیزو جګړو څخه سمه اخیستنه نده شوې.

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالي ته هېڅ بهانه نده پاتې، د وژنو، وینې توېدنې، د بنیادي پروژو او عامه ځایونو نابودول، د افغانانو د لاسته راوړنو له منځه وړل په ښکاره ډول د افغانستان د عزت او پرمختګ سره دښمني ده.

یوې عادلانه او تلپاتې سولې او سیاسي هوکړې لپاره وروستی فرصت پاتې دی، افغانان تمه لري، چې د سولې خبرو اترو په چټکېدو سره به له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته شي.

په تېرو ورځو کې د افغانستان د بحران د سوله ییز حل موندلو لپاره د یو شمېر رهبرانو او مشرانو سره دوحیې ته لاړم، تر څو طالبانو سره د مشکل څخه د وتلو لپاره خبرې وکړو، د دوحیې د خبرو اترو په تړاو مې د طالبانو اړخ سره خپل نظر په واضح او روښانه ډول مطرح کړ او له هغوی څخه مې وغوښتل، چې مشکل باید د خبرو اترو له لارې حل کړو، تر څو په هېواد کې جنګ او وینې توېدنې ته د پایې ټکی کېښودل شي.

زموږ هیله دغه ده، چې افعانان په عزت او سوله کې یو بل سره ژوند وکړي او ځان لپاره ښه راتلونکې وټاکي.

پداسې حال کې چې د سولې له پروسې ملاتړ کوم او د سولې د ټنګښت لپاره هڅې کوم، له نظام او هېواد څخه دفاع د افغانانو مشروع حق ګڼم او پدې لار کې د خپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو سره ولاړ یم.

د لوی اختر د رارسېدو له امله یو ځل بیا ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو، چې په ګوټ ګوټ کې د خپل هېواد څخه د دفاع په سنګر کې دي، د دوی کورنیو، د وروستیو جګړو له امله بې کوره شویو، د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو د شهیدانو کورنیو ته مبارکي وایم.

له افغانانو څخه مې هیله ده، چې پدې سختو ورځو کې، یو بل ته لاس ورکړي، د خپل وس په اندازه یو بل سره مرسته وکړي، تر څو د الله ج په مرسته له دغې مرحلې څخه بریالي ووځو.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رییس

اعلامیه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۷:۳۵
Background image

په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه

سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۳:۱۳
Background image

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د . . .

Back to announcements