د ملي مصالحې عالي شورا او د کابل د سولې انسټیټیوټ ترمنځ ناسته جوړه شوه

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) د کابل د سولې انسټیټیوټ رییس سردار محمد نادر نعیم او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
پدې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم د سولې خبرو اترو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، طالبانو په لومړیو کې د سولې له خبرو هرکلی وکړ، ولې وروسته یې په بهانو لټولو سره د سولې پروسه د خنډ سره مخ کړه، چې له بده بخته تراوسه د سولې په خبرو اترو کې چندان پرمختګ نه لیدل کیږي.
ورپسې د کابل د سولې انسټیټوټ رییس سردار محمد نادر نعیم د دې نهاد د فعالیتونو څخه په مختصر راپور وړاندې کولو سره وویل، د کابل د سولې انسټیټوټ ۸ میاشتې کیږي، چې په فعالیت یې پیل کړی او پدې موده کې یې په ۸ ولایتونو کې د سولې او د هېواد د راتلونکي په تړاو د خلکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړي، چې ژر به یې پایلې د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ سره په یوه ناسته کې شریکې کړي.
دواړه خواوو د عامه پوهاوي، نظر غوښتنې او د سولې په خبرو اترو کې د خلکو د غوښتنو په شریکولو کې پر دوه اړخیزه همکاریو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.