د ملي مصالحې عالي شورا د خواشینۍ پېغام!

org_admin
HCNR

په خواشینۍ سره خبر شوم، چې د لغمان ولایت دولت شاه ولسوال سید شریف الله پاچا د خپلو ملګرو سره هغه مهال شهید کړای شو، چې ولسوالۍ ته پر لار یې موټر د سړک غاړې په ماین ور برابر شو.

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم سید شریف الله پاچا ته د لوی خدای ج له دربار څخه د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوم او ځان ورسره پدې غم کې شریک ګڼم.

ډاکټر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رییس

اعلامیه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۷:۳۵
Background image

په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه

سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۳:۱۳
Background image

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د . . .

Back to announcements