د جنرال سهیلا صدیق د مړینې له امله د ملي مصالحې عالي شورا اعلامیه!

org_admin
HCNR

سپېدار- کابل: په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد یو له پخوانیو روغتیایي او پوځي کادرونو، د هېواد د مېرمنو د روغتیا او نظامي برخې مخکښه ډګر جنرال سهیلا صدیق د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د جمعې سهار ( د لیندۍ ۱۴ ) نېټه په کابل کې وفات شوه.

جنرال سهیلا صدیق نږدې نیمه پېړۍ د هېواد لپاره نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل، په روغتیایي، پوځي او په ټولنه کې د مېرمنو په استازولۍ یې شتون د ستایلو او نه هیرېدونکی دی.

مېرمن صدیق هیڅکله او هېواد په هر حالت کې پرېنښوده، په سختو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ وه او د دې خاورې اوسېدونکو ته یې نه ستړی کېدونکي خدمتونه کړي، زموږ خلک به یې دا صادقانه خدمتونه او زحمتونه هیر نکړي.

جنرال صدیق یوه بریالۍ نظامي روغتیاپاله وه، چې د خپل تعهد او وړتیا له امله په ۱۳۸۱ کال کې د هېواد د روغتیا وزیره او د کابینې غړې شوه.

د مېرمن صدیق مړینه د هېواد او خلکو لپاره لویه ضایعه ده، کورنۍ او د افغانستان ولس ته یې تسلیت وړاندې کوم او روح دې ښاد وي.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رییس

اعلامیه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۷:۳۵
Background image

په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه

سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۳:۱۳
Background image

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د . . .

Back to announcements