د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان د شهادت په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا اعلامیه!

په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم، چې نن یو بل په وطن او خلکو مين لوستی ځوان ضیا ودان چې د عامه تصدۍ د ویاند په توګه یې دنده مخته وړله د هېواد د دښمنانو له خوا په شهادت ورسول شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ضیا ودان په وطن مین ځوان وه، د ملي ګټو او ملي ارښتونو د ساتنې په برخه کې کلک مبارز وه او تل یې د هېواد دښمنانو څخه د قلم په ژبه د وطن ننګه کوله، له امنیتي او کشفي ارګانونو غوښتنه کوم چې د دې درناکې پېښې عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا ورسوي.
د هېواد دښمنانو ته پېغام ورکوم، چې تاسو نشئ کولی د داسې لوستو او په وطن د میئنو ځوانانو په شهیدولو سره زموږ حوصلې کمې کړئ؛ بلکې نورې به هم د دې بدمرغه جګړې د ختمېدو او د داسې ځوانانو د شهیدولو د لړۍ درولو په برخه کې هڅې زیاتې کړو، سوله د ټولو افغانانو لپاره لومړیتوب دی او داسې بزدلانه بریدونه موږ له دې لویې ملي داعیې څخه نشي راګرځولی.
زه د شهید ودان له کورنۍ او دوستانو سره پدې غم کې ځان شریک ګڼم او تمه لرم چې نور د داسې ځوانانو د شهیدیدو شاهدان ونه اوسو.
روح یې ښاد
ډاکټرعبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رییس