د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانېست غونډه کې د جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د وینا بشپړ متن

org_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۱۳
dr.Abdullah

په لومړیو کې په نننۍ غونډه کې ستاسو د ټولو حضور ته ښه راغلاست وایم، په تېرو ورځو کې مې د ډېرو جهادي رهبرانو او شخصیتونو، په ځانګړي ډول د محترم صلاح الدین رباني او محترم ګلبدین حکمتیارسره ولیدل، چې دوي په ځینو دلایلو پدې غونډه کې ګډون ونکړ، ولې وعده یې وکړه، چې له سولې ملاتړ کوي او په مشورو کې به یې ونډه اخلي.

پدې حساسه او تاریخه مرحله کې د سولې په طرف د تللو لپاره له هرڅه وړاندې اجماع او یوالی ضروري دی، چې په ټول منلي ذهنیت او عمل دا یوالی شونی دی، همغه ډول چې ولسمشر اشاره وکړه، د ولس استازو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې خپله اراده او نیت څرګند کړ، چې په هغې کې د افغانانو له ارادې ښه استازولي شوې وه او ټولو په یوه غږ د هېواد د لاسته راوړنو په خوندیتوب سره د یوې تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي شول ولې د دې اصل په منلو سره، چې د سولې خواته ځو قربانۍ ته ضرورت لري.

په ملي مصالحې عالي شورا او عمومي مجمع کې زموږ هڅه داده، چې تر ممکنه حده، د افغانستان د خلکو اجماع پکې تمثیل شي او د ټولنې د بېلا بېلو برخو استازولي پکې وشي، ولې یو کار سره به سل په سله ټول موافق نه وي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره به زموږ هڅې سل په سله وي.

له دې وروسته به د ملي مصالحې عالي شورا رهبري کمېټه په منظم او هدف من ډول خپلې ناستې ترسره کوي، باعزته، تلپاتې سراسري سوله او د ورستیو کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتل د افغانانو جمعي غوښتنه ده، د سولې پاره زموږ اراده او تعهد جدي او قطعي دی.

نن ورځ د افغانستان ټول خلک د اوربند او دشمنیو د ختمېدو غوښتونکي دي، ولې د جګړو او تاوتریخوالي له امله دوي قرباني کیږي، اندېښنې هم لري.

موږ باید د سولې لپاره د لارې نقشه باندې توافق وکړو، چې کوم ګامونه باید واخیستل شي او تر کومه حده چې موږ د دوه اړخیزه منلو په روحیه قربانۍ ته چمتو یو ترڅو د افغانستان د خلکو غږ واورېدل شي.

موږ باید پام وکړو چې څنګه موږ وکولی شو ټول ملي بنسټونه او د افغانانو لاسته راوړنې خوندي وساتو او زیان ورته ونه رسییږي، د افغانستان خلک سیمې د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند وکړي.

دا پوښتنې د افغانستان د خلکو په مینځ کې ده او د ملي پخلاینې عالي شورا په غاړه ده، کوم چې دې لوی مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی.

که چیرې داسې مسلې مخته راشي، چې د افغانستان د خلکو پریکړې ته اړتیا ولري، د خلکو سره به شریکې شي.

پدې کې شک نشته چې د افغانستان لوی اکثریت د وقار او تل پاتې سولې غوښتونکی دی.

لکه یو شاعر چې وایي:

درختی دوستی بنشان که کام دل ببار آرد

نهال دشمنی برکن که رنج بی‌شمار آرد

افغانانو د سولې لپاره بې شمیره قربانۍ ورکړي، په یو وخت کې د جمعیت اسلامي مشر د دې پروسې مسؤلیت په غاړه لاره ، د یو څه وخت لپاره ، پروفیسر صبغت الله مجددي او بیا پیر صاحب ګیلاني د دې پروسې مشري وکړه.

بیا په یو ډېر حساس حالت کې استاد خلیلي د سولې پروسې مسؤلیت په غاړه واخیست، چې اوس دا فرصت موږ ته راکړل شوی دی.

زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ فرصت لرو چې د افغانانو دې پاک ارمان ته د الله تعالی په توکل سره او د افغانستان د مشرانو او خلکو په همکاري به دا پروسه بریالۍ کوو.

ډاډ ورکوم، چې زه پدې لاره کې هیڅ شخصي هدف نلرم او پدې برخه کې به هیڅ هڅه ونه سپموم.

د دوحې په پرانیسته غونډه کې مې وویل، موږ د افغانستان د خلکو قربانیو او ژمنو کلک ملاتړ کوو.

پدې وخت کې د افغانستان ملي اتل ، د ټولو خطرونو په منلو سره، څو ځله اقدام وکړ او ټینګار یې دا و، که د سولې په برخه کې هر فرصت برابر یږي؛ نو باید له لاسه ورنکړل شي.

اوس دا وخت رارسېدلی، چې دا لوی مسؤلیت پدې ډلې او د ملي مصالحې عالي شورا په غاړه دی.

د افغانستان خلک تمه لري چې موږ د یو بل منلو او یو ټولمنلي فګر سره د سولې په طرف حرکت وکړو.

لکه شاعر چې وایي:

که ما ویل چې ته یې او تا ویل چې ته یې

هم به زه یم هم به ته یې

که ما ویل چې زه یم او تا ویل چې زه یم

نه به ته یې نه به زه یم

د سولې پروسې مالکیت د افغانستان د خلکو پورې اړه لري، موږ په دې پروسه کې د ټولنې د بېلا بېلو برخو د غړو په شاملولولپاره هڅه کوو، ترڅو د دوی نظریات او غوښتنې په مناسب ډول په پام کې ونیول شي او پلي شي.

د جګړې پای ته رسولو کې سیاسي اراده شته، چې له همدې امله موږ د افغانستان په ټولو خلکو او خپلو عزتمنو ملګرو غږ کوو، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي، چې پدې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

سوله تیر ته د ورګرځېدلو په معنا نده، موږ د سولې لپاره کار کوو، ترڅو د ټول افغانان د بریا احساس کړي.

تاوتریخوالی د سولې پروسې په لاره کې یو لوی خنډ دی، چې افغانان یې ستړي کړي دي، نور نه باید زموږ د هیوادوالو ژوند او ملکیت د خطر سره مخ کړو.

سمدستي او هراړخیز اوربند د افغانستان د خلکو لویه غوښتنه ده، بل موږ په مخکې ډیر ګامونه لرو، په ځانګړي ډول د سولې تړون پلي کیدل.

په هرصورت لومړی ګام د دواړو خواو لپاره دی چې د اوربند کولو لپاره خپله اراده ثابت کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پدې برخه کې ډېر ښکاره دریځ لري.

د خبرو د دویم پړ پیل یو مهم ګام دی، که څومره ځنډول کیږي د افغانستان د خلکو د هیلو سره په ټکر کې دی.

موږ باید د سولې پروسې په اړه ګټور نظرونه ولرو؛ ځکه چې هیڅوک له جګړې د ژوندي پاتې کیدو تضمین نه لري؛ دا یوازې د افغانستان له تباهۍ سره تړاو لري.

د جګړې پای ته رسولو لپاره د اړتیا او لومړیتوب په توګه سولې ته پر رسیدو زموږ ټولې هڅې راټولې دي.

پداسې حال کې چې د حکومت کولو عادي پروسه روانه ده. په هرصورت، زه ژمنه کوم چې په حکومت کې به لږه مداخله هم ونه کړم او هرڅومره چې امکان ولري سولې ته به پاملرنه وکړم.

د طالب بندیانو د خوشې کیدو سره یو لوی ګام واخیستل شو او دا پرېکړه د سولې په لویه مشورتي جرګه کې شوي وه، دا ښیې چې د افغانستان خلک سولې ته د رسېدو په هیله قربانۍ ته چمتو دي.

یو ځای له ما څخه وپوښتل شول، چې تاسو لاهم پدې پریکړه پښیمانه نه یاست، ما ځواب ورکړ، نه؛ ځکه چې دا د خبرو اترو د پیل کولو او سولې ته د رسیدو لپاره د جنګ پای ته رسولو په نیت شوې پرېکړه ده.

موږ له نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ له امله مننه کوو. د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکاري او د تلپاتې سولې د تامین لپاره په کور دننه اجماع یوه اړتیا وه.

موږ دمخه د سیمې هیوادونو ته سفر کړی او د افغانستان خلکو د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په کچه د دوامداره اړیکو د رامینځته کیدو غوښتنه وکړه.

موږ د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان د خلکو سره دنړیوالې ټولنې له ژمنو، ملاتړ او مرستو څخه مننه کوو.

موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، ناټو، د سیمې هیوادونو، اسلامي هیوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، همکارانو او د سولې کوربه توب لپاره له قطر څخه مننه کوو.

د ټولو په استازیتوب، موږ د مذاکره کونکي ټیم څخه هم مننه کوو او هرڅوک باید د دوی له هڅو ستاینه وکړي؛ ځکه دوی دوه شیان ثابت کړل چې سولې، ملي ګټو او د افغانستان خلکو ته ریښتینی ژمنتیا لري.

د خبرو اترو ټیم یو هراړخیز ټیم دی چې نن ورځ د افغانستان عکس منعکس کوي.

پدې کې علما، میرمنې، ځوانان او مدني بنسټونه شامل دي او د دوي شتون ښیې چې نن ورځ افغانستان له تیر سره توپیر لري.

موږ د بلې خوا د مذاکره کونکي ټیم څخه هم مننه کوو او موږ د دوی له خوښې پرته دې مرحلې ته نشو رسیدلی. مګراوس موږ باید دې مرحلې ته لاړ شو او هغه څه ومومو چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري .

پدې برخه کې لومړی ګام سرتاسري اوربند او د دښمنۍ پای ته رسول دي، البته مخکې به نور ډیر جدي بحثونه وي او زه دا وړتیا زموږ د خبرو اترو په ټیم کې وینم ، کوم چې د افغانستان د خلکو ارادې ښیې.

د خبرو اترو په جریان کې، نظریات او بحثونه شوي او ځینې وختونه دا بحثونه رسنیو ته رسیږي چې د خبرو اترو له پروسې سره مرسته نه کوي.

زموږ د خبرو اترو له ټیم څخه مننه کوو او هغوی ته ډاډ ورکوو چې تاسو د افغانستان د ټولو خلکو استازولي کوئ، د ملي مصالحې عالي شورا او د رهبرۍ کمیټه ستاسې ملاتړې ده، تاسو تر دې دمه د افغانستان د خلکو ارادې ته رسیدګي کړې او موږ درته د لا بریا هیله کوو.

امیدوارم که از این فرصت پیش‌آمده استفاده‌ی حداکثری برای تأمین صلح باعزت و پایدار صورت بگیرد.

در اخیر، باردیگر از حضور همه تشکر می‌کنم. اما، ادامه‌ی کار ما نیاز به همکاری همگان دارند و کاری انفرادی صورت نخواهد گرفت. ما همکاری همه را توقع داریم. از خداوند کریم خواستاریم که با این روحیه برای ما توفیق دستیابی به این آرمان بزرگ مردم افغانستان را نصیب بگرداند.

زه تمه لرم چې دا فرصت به تر ډیره حده د وقار او تل پاتې سولې تامینولو لپاره وکارول شي.

په اخر کې یوځل بیا ستاسو د ټول له حضور څخه مننه کوم، ولې زموږ د کار دوام د ټولو همکاریو ته اړتیا لري او پدې برخه کې به هیڅ انفرادي کار ونشي، د ټولو همکاریو ته اړتیا لرو.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو چې موږ سره مرسته وکړي او دې لویې ارمان ته ورسیږو.

والسلام علیکم و رحمته الله و برکاته

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وي افغانستان

یشه سین افغانستان