راشد خان د لسیز غوره لوبغاړی شو؛ مبارک دې وي!

org_admin
HCNR

د کرکټ نړۍ نامتو لوبغاړی او د افغانستان ویاړ راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې (۲۰۱۱-۲۰۲۰) د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

راشد خان په ۲۰۱۵ ز کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ستر اعزاز او ویاړونه ګټلي دي او تر دې چې د نړیوالو لپاره هم یوه بېلګه ده.

زه راشد خان، د هغه درنې کورنۍ، د افغانستان کرکټ لورد او ټولو افغانانو ته د دې ویاړ مبارکي وایم.

دا د نوي افغانستان روښانه تصویر او د افغان ځوانانو د لاسته راوړنو، بریاوو او روښانه راتلونکي غوره بېلګه ده.

په یوه سوله ییز افغانستان کې هر ځوان راشد خان دی او که ورته زمینه مساعده شي هر ځوان به دغسې ویاړونه وګټي.

د کرکټ ملي لوبډلې د لا بریاوو په هیله

ډاکټر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس

اعلامیه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۷:۳۵
Background image

په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه

سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د لوی اختر د رارسېدو په تړاو د ملي مصالحې عالي شورا پېغام

سپېدار ـ کابل: د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ازاد، سر لوړي، سرفرازه او دردیدلي ملت ته مبارکي وایم.

پداسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۳:۱۳
Background image

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د . . .

Back to announcements