په نورستان کې د طبیعي پېښو په تړاو اعلامیه
سپېدار ـ کابل: په ډېرې خواشینۍ سره، چې په نورستان ولایت کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.
د دې ناوړه پېښې په پېښېدو ژور خواشیني یو، له کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې په نورستان ولایت کې د قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره مرستې ته ورشي.
له بده مرغه اوسنۍ تحمیل شوې او ظالمانه جګړې د طبیعي پېښو قربانیانو او اړومنو خلکو ته رسېدنه ستونزمنه کړې ده.
د نورستان ولایت د طبیعي پېښو قربانیانو ته د لوړو درجو غوښتنه کوم، کورنیو او د نورستان شریفو خلکو سره همدردي او غمشریکي کوم.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رییس