چین د سولې د مذاکراتو د دوام او سیاسي هوکړې پلوي کوي

org_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۷:۴۱
وانگ یو

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس د چین له سفیر ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپیدار ماڼۍ کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولیدل.

په دې ناسته کې په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو وویل، دوی په دې باور دي چې جنګ حل لاره نه ده او د افغانستان د ستونزې حل یوازینۍ لاره خبرې اترې دي.

هغه وویل: موږ د مذاکراتو د دوام او د سیاسي هوکړې طرفدار یو. په افغانستان کې د یوه ټول شموله او معتدله اسلامي حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوو. د چین سفیر د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په ساتلو هم ټينګار وکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس د سولې د روانو هڅو او دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې له پوځي لارې د افغانستان کشاله حل نه لري.

هغه په کور دننه د ملي اجماع پياوړتیا او د نړیوالې ټولنې د همکاریو او همغږیو ډېرېدل د سولې لپاره مهم یاد کړل.

خبر

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۸:۷
Background image

ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا سفارت له شارژدافیر سره ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) وروسته له غرمې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر ښاغلي راس ویلسن سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۳:۲۰
Background image

د ملي مصالحې عالي شورا او د کابل د سولې انسټیټیوټ ترمنځ ناسته جوړه شوه

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) د کابل د سولې انسټیټیوټ رییس سردار محمد نادر نعیم او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

پدې ناسته کې د ملي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۷:۴۱
Background image

چین د سولې د مذاکراتو د دوام او سیاسي هوکړې پلوي کوي

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس د چین له سفیر ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپیدار ماڼۍ کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولیدل.

په دې. . .

BACK TO NEWS