ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا سفارت له شارژدافیر سره ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) وروسته له غرمې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر ښاغلي راس ویلسن سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
پدې لیدنه کې د امریکا سفیر د افغانستان د سیاسي رهبرانو د یوالي څخه ښه خوښۍ ښودلو سره وویل، سره له دې، چې امریکا په افغانستان کې د یو سوله ییز حل په برخه کې هڅې کوي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکوي په چارچوب کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمن دي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د سولې ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د امریکا له خوا د مرستو له دوام څخه په مننې وویل، افغان دولت او افغانان د جنګ د ژر درېدو غوښتونکي دي، روان جنګ په هېواد کې د نه جبرانېدونکي تاوانونو سبب کیږي.
په ځلونه مو ویلي، چې جنګ د حل لار نده، افغانان د خپل هېواد او ارزښتونو څخه د دفاع قدرت لري.