د ملي مصالحې عالي شورا د رییس جلالتماب ډاکټرعبدالله عبدالله پېژندنه

Dr.Abdullah

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله د (۲۰۲۰ م) کال د مارچ میاشت راپدېخوا په افغانستان کې د سولې پروسې رهبري، همغږي، مدیریت او مسؤلیت په غاړه واخیست.
ډاکټرعبدالله عبدالله له (۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰) کال پورې د واک د شریک په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رییس په توګه خپله دنده مخته وړله او د وزیرانو شورا رهبري یې په غاړه درلوده.
ډاکټرعبدالله عبدالله درې دورې ( ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۴ـ ۲۰۲۰کلونو کې) د ولسمشریزو ټاکنو نوماند و، چې دوه دورې ټاکنې بې پایلې شوې او په پایله کې یې د سیاسي هوکړې له مخې د واک په تقسیم حکومت جوړ شو.
( ۲۰۰۱ کال ډسمبر) کې د بن له تاریخي کنفرانس څخه وروسته ډاکټرعبدالله عبدالله د حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو او د ( ۲۰۰۲ کال جون) کې له بېړنۍ لویې جرګې وروسته، یوځل بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت انتقالي حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیل کړه.
ډاکټرعبدالله عبدالله تر (۲۰۰۶ م) کال پورې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نوي بهرني سیاست په جوړولو، توسعه او پراختیا کې رغنده رول ولوباوه.
ډاکټرعبدالله عبدالله له ( ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ ) پورې د شهید احمد شاه مسعود بنسټ د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د بن له کنفرانس مخکې د طالبانو او القاعده شبکې پر وړاندې د مقاومت په دوره کې د ( ۱۹۹۸ـ ۲۰۰۱) کال پورې د بهرنیو چارو وزیر له ( ۱۹۹۶ـ ۱۹۹۸) د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او له دې وړاندې ( ۱۹۹۲ـ ۱۹۹۶) کال پورې د ملي دفاع وزارت د دفتر رییس او ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده.
له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې یې د شوروي د ېرغل پر مهال د بشردوستانه همغږي کوونکي او ډاکټر په حیث دنده پیل کړه، چې وروسته یې د ملي اتل او مجاهدینو د رهبر شهید احمد شاه مسعود د ارشد سلاکار او سکرتر په توګه خدمت پیل کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله واده کړی دی. درې لوڼې او یو زوی لري.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د دواړو رسمي ژبو پښتو او دري ترڅنګ په انګلیسي زبې بشپړ برلاسی؛ خو له عربي، اردو او فرانسوي ژبو سره هم بلدتیا لري.